ایکنانیوز د له قوله راپور راکړی، د هندي کشمیر د مرکز سری نګر جامع مسجد د لمانځه په کوټو کې چې معمولا د کشمیر د مسلمانانو لپاره مخصوص شوی دی ، په هغو مسافرانو کې د ګرَمو چایو او کمپلو په ویشلو سره ددغې سیمې له ژمي موسم او یخنۍ او واورو غافلګیر کیږي، میلمه پالنه کیږي.
د جومات د جمې امام چې دغه بیړنۍ طرحه ئې غږمله کړې ده ،وائي ،د مونږ جومات همیشه د آرامښت او هرکلي لپاره یو ځاي دی.
ددغه نوښت تقلید شوی دی او دسرینګر ډیری اوسیدونکو هم د خپلو کورونو دروازې د هغو کسانو په مخ چې د یخنۍ په دلیل سربداله پاتې دي، پرانیستي او د هغوي هرکلي کوي.
د هیمالیا غرونو په شمال کې و اقع په دِې سیمې کې چې تودوخه ئې منفي ډګرئ کې چلیږي، ښاریز داسې فعال شوي دي او په جامع جومات کې د میلمه پالنې دسنت داحیاء لپاره چې تر پیړیو پیړیو پورې مخینه لري، هڅه کوي، او د یخنۍ د موسم په دوام سره ، دغه دیني ودانۍ په لاره کې د پاتې مسافرانو د هرکلي لپاره خپل امکانات ئې کارولي دي.
دغه خاص او سمبولیک ادقام په یوې داسې سیمې کې اجرا شوی چې د سیاسی تاؤتریخوالو شاهده ده او جامع جومات له دیني مسئولیّتونو ورآخوا یو ځل بیا دخپل تاریخي رول باندې ټينګار کړی او پر دې مسئلې ئې زور ورکوي چې په کشمیر کې د عبادت ځایونه تل د بحرانونو په وړاندې د ټولنې د تل پاتې کیدا، مرستو او کوشش او همت ستنې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4257242